ایکنانیوز د تسنیم له قوله راپور راکړ،د افغانستان د طالبانو د حکومت د خارجه وزارت سرپرست مولوی امیر خان متقي په کابل کې د ځينو رسندویو مسئولانو او ایرانیو خبریالانو سره په خبرو کې د کابل د اوسني حکومت د بهرنی سیاست او د افغانستان د حالاتو په باب توضیحات وړاندې کړل.
د افغانستان د خارجه وزارت مرستیال ویندوي ضیاءاحمد تکل په خپل ټولنیزسایټ ایکس کې دامیر خان متقي له قوله ولیکل ، د طالبانو بهرنی سیاست دیني اوملی ګټو ته په پام سره تعقیبیږي او دغه سیاست له هیچا اغیزمن نه دی
په دغې کتنې کې د طالبانو دحکومت خارجه وزیر د یوه مرکزی نظام رامینځةکول ، د امنیت تامینول او د نشه ایزو موادو د کښت او قاچاق له مینځه وړل د کابل داوسني حکومت یوه ترټولو ستره بریا اعلان کړې ده .
امیر خان متقي همداراز ټينګار وکړ، ایران د افغانستان ډير ښه ګاونډی دی او دوه اړخیزې اړخیزې د پیاوړتیا او پراختیا په لور په پیاوړي کیدا دي .